ایکنانیوز ر اپور راکړی، د دوبی د انعکاس څلورم ښوونځی د "قرآن او معاهداتو: دودونو، شرایطو او متنونو" په موضوع سره د روان کال په سلواغې یا سنبلې میاشت کې ترسره شو.
دغه پروګرام له مختلفو هیوادونو څخه د وړاندې کونکو په ګډون او د اکسټر پوهنتون په ملګرتیا سره ترسره شو چې له دې مخکې ئې په دغې حوزې کې خپلې علمي بریاوې ، د نړیوالو علمي ټولنو یا مجلو کې وړاندې او خپرې کړي دي.
د دوبی د انعکاس په څلورمې مدرسې کې په شپږو ورځو کې په پوښتنو او ځوابونو سره څلویښت ساعته علمي مقالې وړاندې شوي او د څوارلسو مختلفو هیوادونو له پوهنتونونو څ حخه ۱۹ استاذانو په فارسي ژبه پنځه ویناوې او څوارلس ویناوې په انګرزي ژبې ویناوې وکړې.
د عبری مقدس کتاب د څانګې یو استاد ډیویډ پنچانسکي (David Penchansky) ددغه پړاؤ یو ویناوال ؤ.
د حکمت د فهم د تاریخچې د کتاب(Understanding Wisdom Literature) له خپریدا وروسته هغه قرآن کریم ته خپله توجه واړوله. هغه په مختلفو پوهنتوني ټولنو کې د قرآن په باب یو شمیر مقالې وړاندې کړي دي. هغه د مقدس کتاب د ادبیاتو د ټولنې ، د قرآنی مطالعاتو د نړیوالې ټولنې او د کاتولیک دمقدس کتاب د ټولنې غړی دی.
پنچاسکي سره له دې چې هغه د قرآن نه،بلکې د خپل مقدس کتاب یو څیړاند بلل شوی،څه دپاسه پنځلس کاله مخکې له عربی ژبې سره د آشنائۍ او روایي تحلیل سره د لیوالتیا په دلیل ئې د قرآن مطالعاتو ته مخه کړه . هغه د قرآن کریم په زمینې کې د مطالعې لپاره د خپلې فیصلې په باب وئيلي دي، اجازت و رکړئ ،تاسو ووایوو چې دغه کار زما ژوند بدل کړ.
د سلیمان په کتاب کې د پنچاسکي څیړنیزه روده !
ډيویډ پنچاسکي په دغې انلاین وینا کې د(Solomon and the Ant: Qur'an and Bible in Dialogue ) سلیمان او میږئ؛ قرآن او انجیل؛ په خبرو اترو کې ، په نامې سره دخپل وروستي کتاب په باب خبرې کړي او د قرآن بډاي روایتي سنت او د مقدس کتاب په متنونو سره ئې دهغو جبرانول وارزول.
هغه ټينګار وکړ، چې دغه کتاب د قرآن او مقدس کتاب د داستانونو ا ادبی او تطبیقي ارزونې ته په تیره بیا د سلیمان او مور(طاؤؤس) له کیسې سره په ارتباط کې ارزونې کړي دي. هغه ووئيل، دغه کتاب په ۲۰۲۱کال کې خپور شوی او د څه دپاسه یوې لسیزې ترجمې او تامل نتیجه ده.
دغه څيړاند په دغه کتاب کې د استفادې وړ رودې په توضیح کې ووئيل چې هغه په هغو روایتونو تمرکز کړی دی ، چې جذاب دي او د مقدس کتاب له راپورونو سره سمون نه خوري. هغه زیاتره داسې قرآني کیسې او داستانونه غوره کړي دي چې د مقدس کتاب له داستانونو سره سمون نه لري. هغه د آدم،موسی ، نوح او عیسی په شان مشترکو شخصیّتونو د ارزونې په ځاي ، په داسې داستانونو پسې ؤ چې د مقدس کتاب له روایتونو سره توپیرونه لري یا ناببره او پیچلي عناصر پکې شامل دي.
د قرآن او ژمنتیاؤ ګډې سرچینې!
دغه وینا ښئ چې قرآن او مقدس کتاب که څه هم له مختلفو دیني دودونو څخه سرچینه اخستې ده ، د خداي ، شر او له طبیَعت ورآخوا موجوداتو په باب د ځينو اساسی داستانونو په روایت؛ له یوه بل سره په خبرواترو او تعامل کې دي
پنچاسکي په دوام کې وئيلي دي، قرآن او مقدس کتاب په بشپړ ډول سره توپیر لري . سره له دې چې دوي سره ډير ګډ ټکي او پرتله کیدلی شي، خو په لهجې ، سټایل او هدف کې د دوي توپيرونه حیرانونونکي دي . له دې سره سره ، دا دواړه له یوې معنوي سرچینې څخه الهام اخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4258193